په هند کې د افغانستان پخواني سفیر فرید ماموندزی وایي؛ هند په فعاله توګه ډېپلوماتان هڅولي چې د طالبانو له حکومت سره اړیکې ونیسي. نوموړی زیاتوي، چې هند د هغو ډېپلوماټانو ملاتړ کوي، چې د طالبانو ملاتړ له ځانه سره لري. له بلومبرګ نیوز سره په مرکه کې په هند کې د افغانستان پخواني سفیر فرید ماموندزي ویلي، چې په وروستیو میاشتو کې د هند او طالبانو اړیکې سره نېږدې شوي او داسې ښکاري چې د نېږدې ملګري په توګه یې د پاکستان پر ضد استعمال کړي. د پخواني نظام لسګونه ډېپلوماټانو خپلې دندې پرېښودې، یوازې هغه ډېپلوماټان پاتې