هلمند کي ځایي سرچینې وايي، چې د دې ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو یو ځایي قومندان قاري سیفالله خپلې دوېمې مېرمنې د تبر په ګوزار وژلی دی. یوې سرچینې وویل، چې پېښه تېره شپه دوشنبه، ۲۸ د لړم، د موسی کلا ولسوالۍ اړوند «شورشورک» سیمه کې رامنځته شوې. سرچینه زیاتوي، یاده میرمن شاوخوا ۲۰ کاله عمر لري او څو میاشتې وړاندې د خپل پلار له لوري دغه طالب قومندان ته د ۹۰۰ زره افغانیو په بدل کې په نکاح شوې وه، چې د واده یې یوه میاشت پوره کیدله. د دې وژنې لامل لا روښانه