د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په دې هيواد کې د هزاره ګانو پر خلاف د بريدونو د درېدو غوښتنه کړې. نوموړي تېره شپه (چهارشنبه، ۱۷ د لړم) پر ايکس د کابل په لوېديځ کې بريد ته په غبرګون کې ليکلي: «تر يوه مياشت په کم وخت کې پر هزاره ګانو د درېيم بريد په تلفاتو غمجن يو. دا بې رحمانه بريدونه بايد ودرول شي، د بشپړو څېړنو غوښتونکي يو.» په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ هم پر هزاره ګانو د وروستي بريد