په نیپال کې د دوو بسونو له چپه کېدو د دوو ورځو په تېرېدو سره، تر اوسه د ۵۵ سپرلیو د ژوندي پاتې کېدو څرک نه دی لګیدلی. رویټرز دوشنبه د جولای پر ۱۵ مه، راپور ورکړ چې د جمعې په ورځ په نیپال کې دوه مسافر وړونکي بسونه د غره د ښویېدو په پایله کې چپه شول. د راپور له مخې، دغه دوه بسونه سیند ته لوېدلي او د نیپال د پولیسو په وینا، د هغو د سپرلیو د ژوندي پاتې کېدو هیله نشته. د دغه هیواد پولیس چارواکو ویلي دي چې کورنۍ یې د خپلو خپلوانو د