د نيمروز سيمهييزې سرچينې وايي چې طالبانو د دغه ولايت د یو اوسېدونکي کور ته د دغې ډلې د درېيو جنګياليو د ننوتلو په هکله د خلکو د خبرولو په تور لږ تر لږه ۴۰ کسان نيولي او بنديان کړي دي. سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۲مه، ويلي، دوه شپې مخکې د کنګ ولسوالۍ اړوند په «حاجي عزیز ماککي» کلي کې درې طالب جنګیالي په داسې حال کې چې هېڅ نارینه په کور کې حضور نه درلود، د دغه کلي د یو اوسېدونکي کور ته ننوتلي وو. د سرچینو په وینا، طالب جنګیالیو د ننوتلو پرمهال د دې کورنۍ