د ماښام شپږ بجې وې، موږ د آشک په ډکولو بوخت وو. دروازه وټکول شوه، زما واړه وروڼه د دروازې په لور داسې په منډه شول لکه دوه زلمی. څو شېبې تېرې شوې نه وې چې دواړه زما د پلار له لاسونو نیولي کور ته ننوتل. هغه ورځ مې د پلار پتلې شونډې په خوږه موسکا ولیدلې او ما د پخلنځي له دننه څخه د هغه د عسلي سترګو ته چې زما سره ورته وو، وکتل. ځکه چې ما د خلکو احساسات د دوی له سترګو ډیر درک کړي وو او ما هغه شپه خپل پلار خوشحاله کړی و.