پرون د غزې د خلکو له وژلې او د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو له ۳۶ ورځو وروسته د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کښې د عربي او اسلامي هیوادونو مشران راغونډ شول چې په غزه کښې د جنایتونو د بندولو لپاره لاره ومومي. په پرونۍ غونډه کې د ټولو اسلامي هېوادونو مشرانو په بېلابېلو غږونو کې په غزه کې جنایتونه وغندل، خو یوې مهمې او وقایوي پرېکړې ته ونه رسېدل چې د جنایتونو مخه ونیول شي. البته، دا د څو دلیلونو لپاره غیر عملي وه. لومړی: د یووالي نشتوالی؛ د څو لسیزو او پیړیو په اوږدو کې د