په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» له افغانستان سره د ناروې د ۲۰ میلیونه کرونر «۱.۸ میلیونه ډالرو» مرستې خبر ورکړی دی. اوچا یکشنبه د وږي پر ۱۸مه په اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې ناروې دا مرسته د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره کړې ده. اوچا د ناروې له نوې مرستې څخه د مننې په څرګندولو سره ویلي دغه هېواد په تېرو ۱۰ کلونو کې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ١٨٩ ميليونه کرونر مرسته کړې ده. اوچا تر دې مخکې ویلي و چې د طالبانو تر