د ننګرهار کې سیمهییزو سرچینو په دغه ولایت کې د هډوکو ماتونکي تبې «ډینګي» پر ناروغۍ د اخته کېدو له کبله د یو ځوان د مړینې خبر ورکړی دی. سرچینو شنبه د لړم پر ۵مه، وویل چې دې ځوان تېره ورځ ناوخته په غنيخېلو ولسوالۍ کې ژوند بایللی دی. سرچینو وویل چې دا ځوان عیسی نومېده له څو ورځو راهیسې په روغتون کې بستر و. په ننګرهار کې طالب سیمهییزو مسوولانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي. شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې هم د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې یو ځوان د ډنګي ناروغۍ له کبله