پاکستان د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد کابینې لوېديځو هېوادونو ته د افغان کډوالو د ورتګ اړوند مقررات بدل کړي دي. د نوې لایحې له مخې هغه افغانان چې ویزه یا د اوسیدو نور قانوني اسناد نه لري د ۴۰۰ امریکايي ډالرو جریمې په ورکولو سره له دغه هیواده وتلی شي. تر دې وړاندې دغه جریمه ۸۳۰ ډالره وه. د اېکسپرېس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر مرتضی سولنګي په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د انوارالحق کاکړ په مشرۍ د دغه هېواد کابینې