په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما ویلي چې طالبانو پر هېواد له واکمنېدو وروسته لږ تر لږه ۲۵۶ خبریالان نیولي دي. یوناما سهشنبه د لیندۍ پر ۶مه «په افغانستان کې د رسنیو ازادي» تر عنوان لاندې د رسنیو، خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د ورځ تر بلې زیاتېدونکو ننګونو په تړاو یو راپور خپور کړی دی. د دغه راپور پر بنسټ، ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکي له ځپونکو او «تبعیضي» بندیزونو سره مخامخ دي. د یوناما په وینا، طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو پر وړاندې