د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام موندلي، چې په افغانستان کې د تېر پرتله بېوزلي لا زياته شوې او له همدې کبله دغه هېواد د هغو۲۲ هېوادونو په نوملړ کې دی، چې وګړي یې د لوږې له بحران سره مخ دي. دغه پروګرام په یوه راپور کې ویلي، په افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ ګراف له لوړې سره ګڼ افغانان بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري. د راپور یوه برخه:« افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې شپږم زیانګالی هېواد دی، چې د خراب اقلیم اغېزو د دې هېواد ډېری وګړي له لوږې سره مخ