په کابل کې د العصر جهادي بهیر په نوم یو بنسټ چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري یې مالي ملاتړ کېږي ترنم ویوونکو ته سپارښتنه کړې چې د ملا هبت الله په ملاتړ او د فرمانونو د تطبیق لپاره یې ترانې ولیکي. د لیندۍ په ۲۶مه، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه یاد بهیر ترنم ویوونکي وربللي وو او دوی ته یې سپارښتنې کړې وې چې د طالبانو د نظام د پایښت تر څنګ د ملاتړ لپاره ترانې ولیکي. د طالبانو ملاتړي العصر بنسټ مشر شعیب شهامت په دې ناسته کې ترانه ویوونکو ته