د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، د ملا هبتالله د نوي فرمان له مخې هیڅوک نه شي کولای چې په یو وخت کې دوه ځایه دولتي دنده ترسره کړي. تر دې مخکې لوړپوړو او ټيټ پوړو طالبانو له یوې څخه ډېرې دندې ترسره کولې. د طالبانو د عدلیې وزارت نن پنجشنبه د مرغومي ۲۷مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې د مشر ملا هبتالله د نوي فرمان له مخې له دې وروسته هیڅوک په یوه وخت دوه ځایه دولتي دنده نه شي ترسره کولای. ملا هبتالله په وروستیو ګومارنو کې د طالبانو د