پاکستان هڅه کوي د طالبانو پر وړاندې له تاجکستان سره اړیکې جوړې کړي، چې د افغان-پاکستان سیمهییزو اړیکو پر معادله اغېز لرلی شي. ایکانومیک ټایمز وايي، دغه خبرې اترې د کابل او اسلاماباد ترمنځ له شخړو وروسته کیږي او آی ایس آی هڅه کوي له مقاومت جبهې سره د اړیکو لارې چارې ومومي. یاده ورځپاڼه وايي، افغانستان او تاجکستان د یو بل پر ټولنه او سیاست اغېز لري، ځکه په افغانستان کې د تاجکانو یوه ستره طبقه ژوند کوي او تاجکستان د افغانستان د طالبانو ضد ملي مقاومت جبهې کور دی، چې مخکې د شمالي ټلوالې په نوم یادېده.