د افغانستان د ښځو د اعتراضونو ټلوالې په نوم د ښځو اعتراضي خوځښت وايي، تر هغه به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، چې پر افغانو ښځو لګول شوي بندیزونه لیرې کړل شوي نه وي. د دغه غورځنګ غړو په اېکس ټولنیزه پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو لخوا لګول شوي بندیزونه د مېرمنو د روحي او رواني ستونزو لامل شوي. د افغانستان د ښځو د اعتراضونو ټلوالې یوه غړې پر ښځو د لګول شویو بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه کوي او وايي، تر هغو چې د دوی د عدالت غوښتنې غږ نه وي اورېدل