زه په یاد نه لرم چې ما لومړۍ ځل مقاله لیکل څه وخت پیل کړل خو دومره پوهیږم چې ۱۳۹۲ کال لږ څه لیکل پیل کړ . سږ کال د پنجشیر په الانوار لیسه کې ډاکټر احمد ذکي خاورنیا موږ ته د فارسي ادبیات مضمون تدریس کاوه. ښاغلي پروفیسور چې د نظم او درسونو په برخه کې یې جدیت ټولو ته معلوم دی موږ ته یې هره اونۍ یوه کورني دنده راکوله چې د ډول ډول موضوعاتو په اړه ولیکو . ښايې د استاد له ویرې او له مجبوریته مې لیکنه پیل کړې وي. او له هماغه ورځې راپه