پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې پر یوه مسافر وړونکي بس د برید په پایله کې لږترلږه ۹ کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي. دا پېښه د شنبې ورځ، د ډیسمبر په ۲مه د ګلګت – بلتستان چالاس ښار ته څېرمه رامنځته شوې ده. ځايي چارواکي وايي، په وژل شوو کې دوه پاکستاني پوځیان هم شامل دي. که څه هم د دغه برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو سیمهییزو پاکستاني چارواکو دا «ترهګریز» بللی دی. د پاکستان یوه سیمهییز چارواکي عارف احمد ویلي، دې «بزدلانه کړنې» هغه بس په نښه