د ننګرهار پوهنې ریاست کې یوه باوري سرچینه تاییدوي، چې طالبانو د دغه ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې محلي ټولګي تړلي دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه ټولګي نن شنبه، ١٠ د لېندۍ، په کامې، دوربابا، روداتو، مومندرې، کوټ، بټي کوټ او بهسودو ولسوالیو کې د پوهنې وزارت لپاره د طالبانو د سرپرست د امر پر اساس تړل شوي دي. د سرچینې په وینا، دغه سیمه ییزو ټولګیو د پوهنې وزارت تر چتر لاندې د یونېسف په ګډون د یوشمېر نورو نړیوالو موسېساتو په مالی لګښت فعالیت کاوه. په همدې حال د ننګرهار په بهسودو