” په تېره نیمه پېړۍ کې په افغانستان کې د ښځو غوښتنې د سیاسي او ټولنیز چاپېریال تر اغېز لاندې راغلې دي. د طالبانو د واکمنۍ په دوو دورو کې د ښځو ټولنیزې، سیاسي او اقتصادي غوښتنې د پخوانیو نظامونو او رژیمونو په پرتله تر ټولو ټیټې وې. له جمهوریت وروسته په شلو کلونو کې لږ تر لږه په ظاهره په سیاسي، اقتصادي، مدني فعالیتونو او د پوهنې په برخو کې د ښځو حضور د پام وړ و. ښځو د ولسمشرۍ، وزیر، والي، د ولسمشر سلاکار او داسې نورو ته د کاندیدانو په توګه فعاله وه. که څه هم