دا څو ورځې کیږي چې زه د سستۍ او بې مضمونې له امله د معمول څخه ډیر انټرنټ څخه خوند اخلم . تیره شپه مې د افغانستان د ځوانانو ویدیوګانې لیدلې ؛ هغه ځوانان چې د یوبل پر وړاندې په بدو خبرو بوخت دي. دا لا نور هم عجیبه وه چې زما په څیر په زرګونو ځوانان د بیکارۍ څخه خپل ژوند تیروي او له سپکاوي څخه خوند اخلي. تیره شپه مې فکر وکړ چې موږ او زموږ نسل رختیا په کوم لوري روان یو؟ له دې ټولو بې حیایۍ ، سستۍ ، ګمراهۍ او د تقدیر نشتوالی راتلونکی