په افغانستان کې یوه د اندېښنې وړ مسله د ماشومانو ښوونې او روزنې ته نه پاملرنه او تر ډېره له هغوی سره تاوتریخوالی دی، چې په بېلابېلو لارو ترسره کېږي. په بل عبارت، په افغانستان کې ماشومان د تیرو څو لسیزو د کړکیچونو او پرله پسې جګړو له امله له ډول ډول تاوتریخوالو سره مخ دي او دا حقیقت چې افغانستان په نړۍ کې د تاوتریخوالي او وسله والو شخړو یو مرکز دی. دا تاوتریخوالی د پراخو بحرانونو او شخړو او ستونزو له مخې چې شتون لري په مختلفو بڼو او ډولونو کې واقع کیږي، د دې تاوتریخوالو څخه