د طالبانو په لاس د جمهوریت د نسکوریدو په لومړیو ورځو کې ما له یوه ملګري څخه وپوښتل چې طالبان څنګه ناڅاپه پر افغانستان واکمن شول؟ هغه په سړه سینه ځواب ورکړ چې هیڅ ډله نشي کولای په افغانستان کې د طالبانو په څیر د لویدیځ اهداف او سیاسي سیاستونه پلي کړي. ځکه طالبان د غربیانو له خوا جوړ شوي دي. هو، حقیقت دا دی چې طالبان په افغانستان کې د خپلو جنګي وړتیاوو او جنګیالیو له خوا واکمن نه شول، بلکې د پولې د هغې غاړې د یوې معاملې په نتیجه کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ