د لوګر سیمهییزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يوې ځوانې نجلۍ او ورېندار یې ځانوژنه کړې ده. سرچینو ویلي چې دا پېښه دوشنبه د تلې پر ۲مه د لوګر مرکز پُل علم اړوند په «خلیفه صاحب» کلي کې رامنځته شوې ده. د سرچینو په وینا، دې دوو ښځو د زهرجنو توکو په خوړلو سره خپل ژوند پای ته ورساوه. د دې پېښې لامل کورنۍ ستونزه بلل شوې ده. د لوګر طالب سیمهییز مسوولانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي. پر افغانستان واک ته د طالبانو له بیاځلې رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سیمو کې