العربیه خبري وېبپاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د لبنان حزبالله د رهبرۍ شورا هاشم صفيالدین د دغې ډلې د نوي مشر په توګه ټاکلی دی. دغې رسنۍ لیکلي چې صفيالدین یکشنبه د سپټمبر پر ۲۹مه پر دې دنده ګمارل شوی دی. د یادونې ده چې دا ګمارنه د حزبلله پخواني مشر حسن نصرالله له وژل کېدو درې ورځې وروسته شوې ده. د لبنان حزبالله مشر د دغه هېواد پلازمېنه بیروت پر سوېلي سیمه د اسرائیل د برید په ترڅ کې ووژل شو. د حزبالله چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په