ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې پنځه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د سیمې یو اوسیدونکي علي خیل وویل، چې دغه شخړه تېره ورځ شنبه، ۵ د لړم د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند «بربهار» سیمه کې د امرخېلو او ساپي قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې. د نوموړي په خبره د شخړې پرمهال دواړه لوریو پر یو بل ډزې کړي، چې پرمهال یې د دواړو لورو درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. په ورته وخت کې د