په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازولۍ مرستیالې جوهره بنت عبدالعزیز السویدي په جنیوا کې د بشري حقونو شورا ته ویلي، چې د افغانستانی ښځو او نجونو پر وړاندې لګول شوي محدودیتونه د نړۍوالو ارزښتونو او حقونو سره په ټکر کې دي. هغې ټینګار وکړ، چې د زدهکړې او کار حقونه باید د افغانستان د راتلونکې د جوړولو اساسي برخه وي او نړۍوال باید دا موضوع په خپلو اجنډاوو کې مهم ځای ورکړي. السویدي زیاته کړه، چې افغانستان اوس مهال له ګڼو ننګونو سره مخ دی، لکه اقتصادي بحران، بېکاري، بېوزلي او د خوراکي توکو کمښت. هغې د