څو ورځې وړاندې د حماس د غورځنګ مشر اسماعیل هنیه په تهران کې د اسراییلو د صهیونیسټ رژیم له خوا ووژل شو. له هغه وخته چې حماس له نږدې نهو میاشتو راهیسې په غزه کې د صهیونیسټ رژیم د تیری پروړاندې مبارزه کوي، د دې مشران په اسلامی نړۍ کې شهرت ترلاسه کړی او د مسلمانانو او ازادۍ مینه والو ځوانانو ترمینځ د ازادۍ او استقامت نمونه او سمبول ګرځیدلی. د هغه شهرت په پام کې نیولو سره چې د حماس مشران د مسلمانانو او ازادۍ مینه والو ځوانانو ترمنځ ترلاسه کړی، دا طبیعی ده چې دا ځوانان د