د ځايي ژغورونکو ادارو د معلوماتو له مخې د اسراییل د هوایي بریدونو په پایله کې، په تېرو دوو ورځو کې یوازې د غزې دننه لږ تر لږه۱۴۰ کسان وژل شوي دي، چې یوازې ۶۱ کسان یې د جمعې او ۷۷ نور کسان بیا د پنجشنبې په ورځ وژل شوي دي. ټولیزو شمیرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د جګړې له پیله، د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۵,۶۵۸ ته رسېدلی او ۱۰۸,۵۸۳ نور ټپیان شوي دي. بل لور ته، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر تورک اعلان وکړ چې په غزه کې