په افغانستان کې د طالبانو له بېرته واک ته له راستنېدو وروسته، دغه هېواد له ژورو اقتصادی او ټولنیزو ننګونو سره مخ شوی دی. فقر، بیکارۍ او لوږه په چټکۍ سره خپریږي، او ډیری خلک د خپلو لومړنیو اړتیاو په پوره کولو کې له جدی ستونزو سره مخ دی. پداسې حال کې چې تمه کیده چې طالبان به د واکمنانو په توګه د دې ستونزو په حل تمرکز وکړي ، دوی د پام وړ مالی سرچینې د ارایشی جوماتونو او مدرسو په جوړولو مصرف کړې. د پوهانو په وینا، د دې جوماتونو په جوړولو کې د طالبانو هدف یوازې