فراه کې د کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو مسوولین شکایت کوي، چې دغلته ځایي طالبان د دوی د پروژو پر وړاندې خنډونه جوړوي او نه پریږدي چې اړمنو ښځو ته پر وخت مرستې ورسوي. دوی زیاتوي، چې د طالبانو له لورې د سختو پلټنو او څیړنو وروسته ورته په موقتي توګه د فعالیت اجازه ورکول کېږي او کارونه یې څارل کېږي، چې دې حالت د پروژو په تطبیق کې د ستونزو سره مخ کړي دي. فراه ولایت کې د یوې غیر دولتي موسېسې مسوول امان الله وایي، چې د پروژې د تطبیق په برخه کې د دوی ښځينه