په فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې د یوه ماشوم او یوې پېغلې په ګډون دوه تنه د نامعلومو کسانو لهخوا په «وحشیانه» او مرموز ډول وژل شوي دي. سرچینه زیاتوي، چې د پنجشنبې په ورځ د اسد ۴مه، نامعلومو کسانو د فاریاب ولایت د شیرینتګاب ولسوالۍ په فیضآباد کلي کې یو اووه کلن ماشوم د چړو په واسطه وژلي دی. سرچينه په دوام کې زياتوي، چې په فارياب کې په يوه بله جلا پېښه کې د پنجشنبې په ورځ د اسد په ۴مه، د شيرينتګاب ولسوالۍ د شور بازار