د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان امر کړی چې د حکیم ابو القاسم فردوسي شاهنامه دې چاپ او د دغه هیواد کورنی ته په وړیا توګه ورکړل شي. نوموړي دغه فرمان د بابا جان غفوراف په نړیوال سمپوزیوم کې صادرکړ او ویې ویل چې تاجکان باید له خپلو نیکونو له تاریخ ، کلتور ، پیژندنه او تمدن څخه زده کړی وکړي. کله چې مې دا خبر په رسنیو کې مې ولوست له ځانه سره مې وویل کاش چې افغانستان او تاجکان هم په خپل منځ کې د شاهنامې د ویلو دود را ژوندی کړي . په تیرو وختونو کې