په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د دغه سازمان د عمومي غونډې په درېیمه کمېټه کې ویلي، چې طالبانو څرګنده کړې چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنو ته د ځواب ویلو لېوالتیا نه لري. نوموړي په دې ناسته کې چې تېره شپه جمعه، ۱۱ د لړم، جوړه شوې، ویلي چې د یو ټولګډونه او ځواب ویونکي حکومت د رامنځته کولو له پرله پسې غوښتنو سره سره چې د ټولنې د ټولو طبقو په ځانګړې توګه د ښځو اراده او مشارکت منعکس کړي، طالبانو داسې حکومت تحمیل کړی چې لومړیتوب یې انحصار