د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په خپل راپور کې د غزې پر روغتونونو د اسراییل بریدونه غندلي او دغه بریدونه یې د غزې د روغتیايي نظام لپاره ویجاړونکي بللي دي. په راپور کې ویل شوي، چې دا بریدونه د نړۍوالو قوانینو رعایت په اړه اسراییل تر پوښتنې لاندې راولي. راپور د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۱۲مې او د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰مې پورې بریدونو ته اشاره کوي، چې روغتیايي مرکزونو ته یې د فلسطینیانو لاسرسی سخت اغېزمن کړی دی. په دغه ۲۳ مخیز راپور کې ویل شوي، چې په غزه کې د ۲۰۲۳ کال