د غزني طالب سیمهییز مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د ناچاودو توکو د چاودنې له کبله درې ماشومان مړه او درې نور ټپیان شوي دي. د غزني ولايت د طالبانو امنيه قوماندانۍ يکشنبه د تلې پر ۲۹مه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا ماشومان تېره ورځ د قرهباغ ولسوالۍ په «مهرودار» کلي کې د لاسي بم د چاودنې له کبله مړه شوي دي. د خبرباڼې له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې دا ماشومان په پټي کې پر کار بوخت وو. له تېرو جګړو څخه پاتې ناچاوده توکي او ماینونه وخت ناوخت