د ارغواني شنبو غورځنګ د طالبانو لهخوا د ښځو لپاره د طبي انستیتونو د تړلو په غبرګون کې وایي، چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو لهخوا د طبي مرکزونو تړنه د افغان نجونو د هیلو وروستی روښنایي هم تته کړه. دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پر طبي زدهکړو بندیز د هېواد روغتیایي سیستم ګډوډ کړی دی. خبرپاڼه زیاتوي، ښځینه طبي متخصصینې د ښځو او ماشومانو د پاملرنې په برخه کې اړینې دي، په ځانګړې توګه په داسې ټولنه کې چې واکمن دودونه تر ډېره نارینه ډاکټرانو ته د ښځو