د بشري حقونو د څار اداره وایي، په افغانستان کې ښځې او نجونې زدهکړو ته د نه لاسرسي څخه نیولې تر «څارنې او ځورونې» سره مخ دي. دغه بنسټ د دوشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۲۹مه پر اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې او ښځې له خپلو حقونو بې برخې دي. د بشري حقونو د څار ادارې ټینګار کړی چې د افغان ښځو د «جنسي ځورونې» په اړه طالب مشران باید حساب او ځواب ورکري. د يادونې وړ ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ د پیل راهيسې تر هرڅه ډېر د هېواد پر