په پروان ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکو د دغه ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د «کرومایټ» کان د استخراج د کار د پيلېدو خبر ورکړی دی. د دغه کان د استخراج چارې د یکشنبې په ورځ د غويي پر ۲۳مه پیل شوې دي. په پروان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس عبدالقدوس نعماني وايي، د کوه صافي ولسوالۍ د «تاتاري» په کان کې ۵۵۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده. د دغه کان د استخراج تړون د طالبانو لخوا یوه خصوصي شرکت ته ورکړل شوی دی. د طالبانو له لوري د ورکړل شویو شمېرو له مخې،