د افغانستان په چارو کې د پاکستان مخکېنی ځانګړی استازی اصف دورانی وايي، چې طالبان په افغانستان کې تلپاتې واقعیت نه دي او په وینا یې دا ډله د مهمو او جدي مسایلو په تړاو له مذاکراتو ډډه کوي. دوراني د دوشنبې په ورځ د کب ۶مه، د هرات امنیتي کنفرانس په ۱۲م پړاو کې چې د هسپانیې په مادرید ښار کې جوړ شوی، د خپلې وینا پرمهال ویلي، چې طالبان مذاکراتو ته لېواله نه دي او زیاتوي، چې دا ډله هغه بنسټیزې ننګونې چې افغانستان ورسره لاس او ګرېوان دي نه مني. د پاکستان یاد پخواني استازي