د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو سرحدي نښتو له امله د ډیورنډ کرښې د تګ راتګ لارې تړل شوې وې، خو د طالبانو د چارواکو په وینا، پرون جمعه د سپین بولدک دروازه د لنډ وخت لپاره پرانیستل شوه. د دې ولسوالۍ کمیسار فیض الحق سعید ویلي چې په دې موده کې سلګونه افغانان چې له څو ورځو راهیسې په چمن کې بند پاتې وو، بېرته خپل هېواد ته ستانه شول. نوموړي زیاته کړې چې دا پرانیستنه موقتي وه او د بندر د بشپړې بیا پرانیستو په اړه لا تر اوسه پرېکړه نه ده شوې. د دواړو غاړو