د طالبانو له خوا د خپره شوې رسمی لیک له مخې، شیعه ګان یوازې په دریو حوزې او ولسوالیو کې د ماتم مراسم ترسره کولی شي، او په هغو سیمو کې چې ډیر سني اوسیدونکی شتون لري، د محرم ماتم مراسم باید ترسره نه شي یا د تړلو دروازو تر شا ترسره شي. په دغه لیک کې چې یوه کاپي یې د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته هم خپره شوې، ویل شوي چې د طالبانو او شیعه دیني عالمانو ګډې کمېټې د محرم د ماتم د مراسمو د ترسره کولو پر ځینو محدودیتونو هوکړه کړې ده. د دغه مکتوب