د لوګر سیمهییزې سرچینې وايي چې طالبانو په ولسي جرګه کې د دغه ولایت یو مخکېنی استازی شاپور حسنزوی نیولی دی. سرچینو شنبه د تلې پر ۷مه منلې چې حسنزوی دوه ورځې مخکې په ننګرهار کې د طالبانو له خوا نیول شوی دی. د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبانو د پارلمان دا مخکېنی غړى د یوه جنجالي کور د دوسیې په تور بندي کړی دی. په ولسي جرګه کې د لوګر خلکو دا مخکېنی استازی اوس د طالبانو په بند کې دی. طالبانو له دې مخکې هم په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې د خلکو يو شمېر