له یوناما سره د طالبانو د نههمکارۍ د وروستیو څرګندونو په دوام، د ملګرو ملتونو ویاند، سټیفن دوجاریک وايي چې دا سازمان په افغانستان کې د دغې ډلې په ګډون له ټولو خواوو سره تعامل ته دوام ورکوي. دوجاریک دا څرګندونې جمعه د وږي پر ۹مه په نیویارک کې د یوې خبري ناستې پرمهال کړې دي. دوجاریک ټینګار کړی چې ملګري ملتونه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له بشري حقونو ملاتړ کوي. هغه زیاته کړې: «زما په اند، په افغانستان کې د ښځو حضور د کموالي په تړاو زمونږ پرېکړه ډېره روښانه ده.» د ملګرو ملتونو وياند