کونړ کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د داعش ډلې له لوري د طالبانو پر رنجر موټر برید شوی، چې له امله یې د طالبانو یو غړی مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي. یوې ځایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دا برید پرون شنبه، ۱۴ د تلې، مازدیګر مهال د څوکۍ ولسوالۍ اړوند «دېوه ګل» دره کې شوی دی. سرچینه وايي، دا پېښه د داعش ډلې له لوري د سړک پر غاړه د یوه ځاي پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې، چې