زه په یوولسم ټولګي کې وم چې طالبانو حکومت ونیو، که څه هم د دوی وحشت له لیرې څخه ډیر وه، خو نجونې په مزارشریف کې ښوونځي ته تللې او دا زما لپاره د امید یوه کړکۍ شوه. زموږ کور د مزار ښار په لومړۍ ناحیه کې و او ما د سلطان رضیه په لېسه کې زده کړې کولې. دا ښوونځی زما د خوښې وړ ښوونځی و، ځکه په لومړي سر کې موږ د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې اوسېدو، خو زما د ټينګار له مخې پلار مې دلته راغی، څو نورې زده کړې وکړم. پلار مې د