د جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس ضیا سراج تازه د طالبانو او القاعده شبکې ترمنځ د ځینو مهمو اړیکو او همکاریو څخه پرده پورته کړې ده. هغه د ځینو خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې القاعده شبکه د طالبانو د رهبرۍ په کچه د رامنځته کیدونکو اختلافاتو مدیریت کوي او نه پرېږدي چې دغه مخالفتونه دا ډله سره وپاشي. د ملي امنیت دغه پخواني رییس ویلي، داسې اطلاعات لري چې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن په افغانستان کې دی او ښايي په پنجشیر یا هم کندهار ولایت