دا زړورتیا له هغو اړینو ارزښتونو څخه وه چې صلاح الدین ایوبي یې تر اروپاریانو لوړ وګرځاوه او په همدې اساس لویدیځ تاریخ لاهم د هغه نوم په ځانګړي ویاړ سره یادوي . له فلسطیني ښځو او ماشومانو سره د صهیونیستیانو غیر انساني چلند په وړاندې د اسراییلو د ملکي او پوځي بندیانو سره د فلسطنیانو په زړه پورې تعامل د صلاح الدین یادونه تازه کړ. په دې څو ورځوکې ټوله نړۍ شاهده وه چې څنګه د اسراییلو جنګي بندیان په خندا ډکو مخونو او فلسطیني ماشومان ماتو لاسونو او ماتو زړونو خپل کورونو ته ستانه شول. وویل کیږي