هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې «وسله والو غلو» د نیاز محمد په نوم یو صراف او د هغه ۸ کلن زوی په ډزو وژلي او پېسې یې ترې وړې دي. يوې ځايي سرچينې واېی چې دغه زوی او پلار نن شنبه، ۳ د لیندۍ سهار ۱۰:۰۰ بجې د ګرشک ولسوالۍ اړوند حکمت څلور لارې ته څیرمه وژل شوي. د سرچينې په خبره، نياز محمد د ګرشک ولسوالۍ په بازار کې صرافي درلوده، چې یاده سیمه کې پرې وسله والو غلو برید کړی او پیسې یې ترې وړي دي. سرچینه زیاتوي،