د افغانستان د مخکني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر اېکس پاڼه د بایډڼ په مشرۍ د امریکا اوسني حکومت له پټو رازونو پرده پورته کړې او ویلي یې دي چې امریکا په بیلابیلو بڼو مالي او نورې سرچینې برابرې کړې، چې د طالبانو اقتصادي او اجرایي جوړښتونه ورسره لا پیاوړي شوي. صالح ادعا کړې، چې د بایډن حکومت طالبانو ته دغه اقدامات د ۲۰۲۱ کال له سپتمبر وروسته د طالبانو د واکمنۍ د ټینګښت لپاره ترسره کړي دي. صالح څرګنده کړې چې د ۲۰۲۲ کال له پسرلي راهیسې، د بایډن حکومت درې میلیارده نوي افغانۍ چاپ کړې